view icon
168 views

پوډکاسټ راځئ چې په دې اړه خبرې وکړو: د جنسي تاوتریخوالي څخه د متضرره شویو یا قرباني اشخاصو لپاره د ژوند ژغورني خدمات

د دې پوډکاسټ په جریان کې به موږ د هغو لازمو او اړینو مراحلو په اړه خبرې وکړو چې تاسو باید ورباندې پوه شئ که تاسو یا یو څوک چې تاسو پوهیږئ د تاوتریخوالي قرباني دي. لطفاً په یاد ولرئ هیڅوک د تاوتریخوالي د تجربه کولو مستحق ندی اود هر انفرادي شخص تجربه جدي او د پاملرنې وړده. تاسو د باور او ملاتړ مستحق یاست. د پوډکاسټ د اوریدلو لپاره play button کلیک کړئ.

00:03.912 --> 00:05.451 پوډ کاسټ ته ښه راغلاست 00:05.779 --> 00:08.072 راځئ چې د دې په اړه خبرې وکړو 00:08.301 --> 00:11.201 کوم چې د لها په ذریعه .تاسو ته وړاندی شوی دی 00:15.205 --> 00:20.576 لها یوه پرانیستې، آنلاین برنامه ده چېرې چې میرمنې او نجونې کولی شي 00:20.601 --> 00:24.830 د خپل خوندیتوب ،روغتیا اوهوساینې په اړه معلومات ترلاسه کړي. 00:33.173 --> 00:34.667 لطفاً په یاد ولرئ 00:35.356 --> 00:37.832 د لها په برنامه کې ټول چمتو شوي محتويات 00:37.857 --> 00:41.546 د علمي پوهې پر بنسټ د تعلیمي اهدافو لپاره دي 00:41.871 --> 00:45.034 دا د مسلکي مشورې یا درملنې بدیل نه دی. 00:53.826 --> 00:57.679 زما نوم سارا دی، او نن به موږ د هغو اړینو اقداماتو 00:57.704 --> 01:02.425 په اړه خبرې وکړو چې تاسو ورته اړتیا لرئ او باید ورباندې پوه شئ 01:02.927 --> 01:07.663 که چیرې تاسو یا یو څوک چې تاسویې پیژنئ د جنسي تاوتریخوالي قرباني وي. 01:08.516 --> 01:14.419 لومړی، راځئ د دې په اړه خبرې وکړو چې له روغتیايي خدماتو ستاسو توقعات څه دي. 01:15.403 --> 01:18.634 تاسو ممکن د تشریفاتو له څانګې سره خبرې وکړئ 01:18.935 --> 01:22.359 ترڅو مو دروغتیایي مرکز مربوطه څانګې ته راجع کړي. 01:22.913 --> 01:27.866 د تشریفاتو څانګه ممکن د روغتیایي مرکزبیړنۍ خونې ته نږدې موقعیت ولري، 01:28.525 --> 01:33.968 ځینې روغتیایي مراکز ممکن ټولنیز کارکونکي یا نورډیر مختلف داسې ځایونه ولري 01:34.326 --> 01:37.143 چیرې چې تاسو کولی شئ معلومات تر لاسه کړئ 01:37.603 --> 01:39.586 چې چیرته باید مراجعه وکړئ. 01:40.587 --> 01:45.636 له بده مرغه، ټول روغتیایي کارکونکي ممکن مهربان یا خواخوږي نه وي. 01:46.154 --> 01:49.428 خو په یاد ولرئ چې دا اړینه نده چې څوک به څه ووایي، 01:49.713 --> 01:54.013 دا ستاسو ګناه نه ده او خدماتو ته لاسرسی ستاسو حق دی. 01:54.615 --> 01:57.974 تاسو باید په یوه خوندي او محرم ځای کې واوسئ، 01:58.263 --> 02:01.886 که داسې نه وي یا تاسوخپل ځان راحته نه احساس کوئ، 02:02.121 --> 02:05.107 نوتاسود یوې خوندي خونې غوښتنه کولی شئ. 02:05.719 --> 02:10.416 په ځینو روغتیايي مراکزو کې د ښځو او نجونو د درملنې او پاملرنې لپاره 02:10.441 --> 02:14.016 ښځینه ډاکترانې او یا نرسانې شتون لري. 02:14.309 --> 02:17.929 خوکه چیرې ښځینه ډاکترانې او یا نرسانې شتون ونلري 02:18.099 --> 02:21.244 نو تاسو کولی شئ د هغوی د شتون غوښتنه وکړئ، 02:21.535 --> 02:25.503 که څه هم ممکن دا په ټولو روغتیايي مراکزو کې د یوې ځانګړې سیمې 02:25.528 --> 02:27.928 د کارمندانو پر بنسټ ممکن نه وي. 02:28.446 --> 02:31.983 که ستاسو عمر له ۱۸ کلونو کم وي، نو تاسو ممکن 02:32.008 --> 02:36.290 روغتیايي خدماتو ته د لاسرسي لپاره یو بالغ شخص ته اړتیا ولرئ. 02:36.687 --> 02:41.582 که تاسو د باور وړ مور او پلار او یا د کورنۍ کوم غړی نه لرئ، 02:41.838 --> 02:46.131 نو یوټولنیز کارکونکی ممکن له تاسو سره په دې اړه مرسته وکړي، 02:46.437 --> 02:49.643 مګر دا به په مختلفو ځایونو کې متفاوت وي. 02:50.318 --> 02:54.974 د جنسي تاوتریخوالي څخه د متضرره شویو یا قرباني اشخاصو د علاج 02:54.999 --> 03:00.348 او پاملرنې لپاره په نړیواله کچه یوه پیژندل شوې پروسه شتون لري 03:00.777 --> 03:04.536 ترڅو احتمالي روغتیایي پایلې اداره او مخه یې ونیسي. 03:05.125 --> 03:08.379 سپارښتنه کیږي چې قرباني اشخاص له پیښې وروسته 03:08.403 --> 03:11.658 ژر تر ژره روغتیایي پاملرنې ته لاسرسی ومومي. 03:12.313 --> 03:16.422 تاسو حق لرئ چې د درملنې په اړه بشپړ معلومات تر لاسه کړئ 03:16.885 --> 03:21.522 تر څو پرېکړه وکړئ چې کوم ډول درملنه او خدمات غواړئ او کوم ډول نه. 03:22.090 --> 03:25.023 دا ډول طبي خدمات ممکن لګښت ولري، 03:25.286 --> 03:28.731 مګرممکن په ځینو روغتیایي مراکزو کې وړیا وي. 03:29.061 --> 03:31.828 د نورو معلوماتو لپاره، تاسو کولی شئ 03:31.853 --> 03:34.860 په خپله سیمه کې له ټولنیز کارمند سره خبرې وکړئ. 03:35.189 --> 03:39.502 او تاسو حق لرئ چې د خپلو طبي پایلو او اسنادو کاپي وغواړئ. 03:40.482 --> 03:44.928 که محکمې ته د تګ لپاره تاسو غواړئ د هغه څه په اړه شواهد راټول کړئ 03:44.953 --> 03:50.473 چې له تاسو سره پېښ شوي یا پولیسو ته د ناوړه ګټه اخیستونکي راپور ورکړئ، 03:50.797 --> 03:53.923 نو تاسو کولی شئ د عدلي معاینې غوښتنه وکړئ. 03:54.456 --> 03:59.632 نو پدې صورت کې سپارښتنه کیږي چې د پیښې وروسته غسل یا تشناب ته ولاړ نشئ 04:00.084 --> 04:02.914 دا ډول ازموینې هر وخت ترسره کېدی شي 04:03.320 --> 04:06.645 مګرله جنسي تیري وروسته د لومړیو ۴۸ ساعتونو 04:06.670 --> 04:09.572 په جریان کې به ډیرعدلي شواهد شتون ولري. 04:10.573 --> 04:15.119 دا ستاسو پرېکړه ده چې آیا تاسو غواړئ دا ډول معاینه ترسره کړئ یا نه. 04:16.029 --> 04:19.816 تاسواړتیا نلرئ چې یوازې ولاړ شئ له یوه باوري ملګري، 04:19.841 --> 04:24.377 د کورنۍ د غړي یا له یو ټولنیز کارکونکي څخه مرسته وغواړئ. 04:24.830 --> 04:28.890 که یوازې ځئ، نو کولی شئ په روغتیايي مرکز کې پوښتنه وکړئ 04:29.250 --> 04:33.592 چې آیا یو مشاور، وکیل یا ټولنیز کارکوونکی هلته شتون لري 04:33.871 --> 04:37.344 چې ممکن له تاسو سره د پروسې په جریان کې مرسته وکړي. 04:42.580 --> 04:46.324 که تاسو نورې پوښتنې لرئ یا غواړئ په خپله سیمه کې د ځانګړو 04:46.349 --> 04:49.718 خدماتو او پروسو په اړه له یو چا سره خبرې وکړئ 04:50.191 --> 04:52.857 نو د خدماتو موندلو تڼۍ کلیک کړئ. 04:53.290 --> 04:57.380 او تاسو ته د نږدې خدماتو د چمتو کونکي سره اړیکه ونیسئ. 04:57.721 --> 05:02.176 په دې اړه نور معلومات هم شتون لري چې څنګه ښځې او نجونې کولی شي 05:02.668 --> 05:07.035 د لها په برنامه کې مختلف ډوله خدماتو ته لاسرسی ولري. 05:08.091 --> 05:13.537 لطفاً په یاد ولرئ هیڅوک د تاوتریخوالي د تجربه کولو مستحق نه دی 05:13.748 --> 05:18.209 او د هر فرد د تاوتریخوالي تجربه جدي او د پاملرنې وړده. 05:18.574 --> 05:21.377 .تاسو د باور او ملاتړ مستحق یاست
Tags:
services
supportothers
sexualviolence
allages